روسیه وایي په افغانستان کې یې د ستونزو د پای ته رسېدو لپاره نوې لارې چارې پيدا کړې دي. د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي چې مسکو په افغانستان کې د روان بحران د ختمولو لپاره خپلو هڅو ته ادامه ورکوي او دلته د روانې جګړې د پای غوښتونکی دی. دده په خبره روسیې په دې وروستیو کې د افغانستان له ګاونډیو سره تر مشورې وروسته یو نوی پلان جوړ کړی دی چې په وینا یې د افغانستان د مسئلې د ښکېلو خواوو لپاره به هم د منلو وړ وي. نوموړي ددغه پلان په اړه تر دې ډېر معلومات نه دي ورکړي. سرګي لاوروف ویلي مسکو د سولې په اړه د ښکېلو خواوو ترمنځ د غونډې کوربه و او دې مسئلې وښوده چې روسیه غواړي د افغانستان جګړه پای ته ورسېږي او مسکو کولی شي د افغانانو په مشرۍ د سولې د خبرو لپاره زمینه برابره کړي. هغه ټينګار کړی چې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې د مذاکراتو او روانې جګړې د پای ته رسېدو غوښتونکي دي.