نن د مرغومې شپږمه پر افغانستان د پخوانی شوروي د یرغل له (۳۹) مې کلیزې سره برابره ده. د شوروي اتحاد سرو لښکرو د ١٣٥٨ کال د مرغومې په شپږمه پر افغانستان تېرى وکړ، حفیظ الله امین ووژل شو او کارمل له تاشکند راډیو څخه د امین د رژیم د ړنګیدو اعلان وکړ. د ١٣٥٨ کال د جدي شپږمه نېټه وه چې تر ۱۰۰ زرو ډېر شوروي ځواکونه د ځمکې او هوا له لارې افغانستان ته ننوتل او په هېواد کې يې د ببرک کارمل په مشرۍ نوى حکومت جوړ کړ. ددغه يرغل پر وړاندې د هېواد په ګوټ ګوټ کې خلکو پاڅون وکړ او پر وړاندې يې ودرېدل. د ١٣٦٦کال د دلوې په مياشت کې يې له ماتې وروسته له افغانستان څخه وتلو ته اړ کړل .