روسیې د امریکا له لوري په افغانستان کې د پوځیانو د کمولو هر کلی کړی دی. د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زخارووا په یوه خبري غونډه کې ویلي چې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو کمول به د سولې په پروسه کې ډېر ګټور اقدام وي. د نوموړې په وینا مسکو ددې کار هر کلی کوي او دا اقدام به افغانان یو قدم نور هم سولې ته نږدې کړي. زخارووا بیا همدا راز ویلي، چې که امریکا دغه اقدام عملي کړي نو ښايي د ټولې سیمې له هرکلي سره مخ شي. تر دې وړاندې د روسیې ولسمشر ویلادیمیر پوتین په هم پر دې موضوع څرګندونې کړې وې. د ده په خبره امریکا تل یوازې خبرې کړې دي او اوس هم ښايي له افغانستان د خپلو ځواکونو د ایستلو پر خبرو عمل و نه کړي.