نن د جدې شپږمه ده چې پر افغانستان د شوروي اتحاد د پوځونو د یرغل له ورځې سره برابره ده، اجراییه ریاست په هېواد کې روان ناورین د همدې یرغل زېږنده بولي او وایي چې افغانستان لا هم د همدې یرغل درنه بیه پرې کوي او هره ورځ قرباني ورکوي. د یاد ریاست د مرستیال ویاند فریدون خوځون وایي اوسنۍ روسیه باید د افغانستان په اقتصادي پرمختګ او سولې پروسه کې پوره همکاري وکړي او خپله دغه غلطي له همدې لارې جبران کړي. نوموړی وایي، د روان وضعیت نه د وتلو یوازینۍ لاره سوله ییزې هڅې دي چې باید ټولې خواوې د سولې هڅې ګړندۍ کړي او په افغانستان کې جګړه پای ومومي. هغه زیاته کړه که طالبان د سولې له خبرو مخ اړوي دا په دې مانا ده چې دغه ډله د جدې له شپږمې نه د راپیل شوي بحران غځول غواړي، ورانۍ رامنځته کوي او دخپلو افغانانو ژوند اخلي.