د ملي امنیت شورا پخواني سلاکار او راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته احتمالي نوماند حنیف اتمر د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې ټاکنې د ولسواک نظام او ډیموکراسۍ یو مهم رکن دی او اساسي قانون د هغو د ترسره کېدو لپاره معینه نېټه ټاکلې ده. د نوموړي پر فیسبوک پاڼه د خپرې شوې اعلامیې له مخې، د حکومت د کمزورې رهبرۍ او د هېواد د ناسم مدیریت له امله د افغانستان خلک په بدو شرایطو کې قرار لري، ضرور ده چې دانتخاباتو پروسه په ټاکل شوي وخت او له مخکې څخه داعلان شوې تقویم له مخې ترسره شي. سرچینه کاږي، د معلوماتو له مخې د حکومت د فشار له امله دانتخاباتو کمیسیون په پام کې لري چې د انتخاباتو ترسره کېدل شاته وغورځوي، چې دغه کار داساسي قانون د ۶۱ مادې د ۲ او ۳ فقرې او دانتخاباتو د قانون له ۴۷ او ۷۱ مې مادې له موادو سره څرګند مخالفت دی او دا کار هېواد د بحران خواته بیایي. اعلامیه کې وړاندې لیکل شوي چې دوی به اجازه ور نه کړي چې هېواد له داسې یو حالت سره مخامخ شي چې وروسته بیا پښېماني هیڅ ګټه ونه لري.