پنټاګون د افغان سولې برخه کې د ایران رول مهم ګڼلی او ویلي دي، دوی پخوا لا ویلي وو چې ایران له طالبانو سره اړیکې لري خو یاد هېواد انکار کول. دپریس ټي وي د راپور له مخې، پنټاګون په یوه اعلامیه کې په افغانستان کې د ایران پر نفوذ اعتراف کړی او زیاته کړې یې ده چې تهران باید پر طالبانو خپل نفوذ ته په پام د افغان سولې برخه کې خپلې هڅې لا پیاوړې کړي. د پنټاګون په اعلامیه کې دغه راز راغلي ایران له افغانستان سره ګډ فرهنګ او ژبه لري نو باید د یو بل ملي ارزښتونو ته په درناوي یو بل سره هر اړخیزې همکارۍ وکړي. پنټاګون دغه راز پر ایران غږ کړی دی چې له خپل نفوذه په ګټې اخیستنې دې طالبان له افغان حکومت سره د سولې خبرو ته حاضر کړي. دا په داسې حال کې ده چې د ایران د ملي امنیت شورا سلاکار علي شمخاني پرون په کابل کې له افغان چارواکو سره په خبرو کې وویل طالبانو سره یې د افغان سولې په تړاو خبرې کړې دي او دې لیدنو ته به دوام ورکړي.