د سولې عالي شورا وایي، د سیمې هېوادونو په ځانګړي ډول د افغانستان د ګاونډیانو همغږې همکاري ددغه هېواد د سولې پروسه کې اغیزمنه تمامېدلی شي. سولې شورا دا خبرې طالبانو سره د خبرو په اړه د ایراني چارواکو د څرګندونو او د افغانستان په سوله کې د ګاودنډیو هېوادونو ګټو ته د پام په اړه د روسیې له غوښتنو سره هم مهاله کړې دي. د سولې شورا ویاند سید احسان طاهري وایي، افغان سوله د ټولې سیمه په ګټه ده او ګاونډي هېوادونه باید په دې برخه کې خپلې هڅې او همکارۍ ونه سپموي. دا موضوع په داسې حال کې مطرح کېږي چې له طالبانو سره د افغان سولې په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له څو ځله کتنو وروسته تازه ایراني چارواکو هم ویلي چې له طالب استازو سره یې د افغان سولې په تړاو کتلي او خبرې اترې یې ورسره کړې دي.