د ای 24 انټرنشنل انګلیسي ویبپاڼې د خبر له مخې طالبانو یو ځل بیا امریکا ته ګوتڅنډنه کړې چې که افغانستان پرې نه ږدي نو د شوروي له برخلیک سره به مخ شي. سرچینه وایي طالبانو ویلي چې امریکا دې د شوروي له ماتې زده کړه وکړي او په خپله خوښه دې له افغانستانه خپل ځواکونه وباسي، کنه د سرو لښکرو په څېر به له ذلت سره مخ او له افغانستانه ووځي. که څه هم سپینې ماڼۍ تر اوسه مشخص له افغانستانه د خپلو ځواکونو د وتلو په اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي خو امریکایي رسنیو د تېرې جمعې په ورځ وویل چې ټرمپ په پام کې لري راتلونکي پسرلي کې شاوخوا نیمایي عسکر له افغانستانه وباسي چې د نوموړي دې پرېکړې په هېواد دننه او دباندې پراخ غبرګونونه راپارولي دي. د یادونې ده چې د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په اماراتو کې له طالبانو سره تر کتنې وروسته وویل، خبرې یې ګټورې وې او تمه ده ژر یوې پایلې ته ورسېږي.