برېښنا شرکت وايي، په راتلونکې جنوري میاشت کې به له ازبکستان هېواده افغانستان ته د وارداتي برېښنا د پرچاوي ستونزه هواره شي. د برېښنا شرکت ویاند وحیدالله توحیدي نن وویل چې افغانستان له ازبکستان سره د ۳۴۰ مېګاواټه برېښنا قراراد لري چې دغه هېواد اوس مهال یوازې ۲۰۰ مېګاواټه برېښنا افغانستان ته ورکوي. نوموړي زیاته کړې چې ازبکستان هېواد افغانستان ته د پوره ۳۰۰ مېګاواټه برېښنا برابرولو لپاره اوس مهال د خپلو انرژۍ منابعو پر تقویه کولو کار پیل کړی چې په افغانستان کې د برېښنا پرچاوي ۴۵ سلنه زیاته شوې ده. د افغانستان برېښنا شرکت وايي، ازبکستان هېواد د یادې تخنیکي ستونزې د هواري په موخه کار پیل کړی چې په راتلونکې جنوري میاشت کې به د برېښنا د پرچاوي ستونزه شل سلنې ته راټیټه شي. دا په داسې حال کې ده چې د ازبکستان له برېښنا څخه پر کابل، سربېره، بلخ، سمنګان او بغلان ولایتونه استفاده کوي.