له ازادو رسنیو د ملاتړ اداره یا (نی) پخپل کلني راپور کې وايي چې په ۲۰۱۸ کال کې ۲۰ خبریالان او د رسنیو کارکوونکي وژل شوي دي. دغه اداره وايي، په ۲۰۱۸ کال کې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۱۹۸ بېلابېلې پېښې هم ثبت شوي چې وهل ټکول، سپکاوی، ټپي کېدل، اختطاف او معلوماتو ته نه لاسرسی پکې شامل دي. د نی اجراییوي مشر مجیب خلوتګر نن د یوه مطبوعاتي کنفرانس پر مهال وویل چې په ۲۰۱۸ میلادي کال کې د تاوتریخوالې په پېښو کې نسبت تېر کال ته ۱۸ سلنه زیاتوالی راغلی دی. دا په داسې حال کې ده چې په روانه میاشت کې د بې پولې خبریالانو سازمان په یوه راپور کې وویل چې په ۲۰۱۸ کال کې افغانستان د خبریالانو لپاره د نړۍ په کچه تر ټولو مرګونی هېواد و.