ولسمشر غني وویل د افغانستان له اوسني بحرانه د وتلو یوازینۍ لار د سولې خبرې او د یو بل منل دي. نوموړي دا څرګندونې نن په کابل کې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د خپلواک کمیسیون په برنامه کې د خبرو پر مهال وکړې. هغه د حکومت وسله والو مخالفینو ته په خطاب کې وویل چې که تاسې افغانان یاست نو ټول افغانان ستاسې په څېر زور ته غاړه نه ږدي. نوموړي دغه راز د خپلو خبرو پر دوام زیاته کړه چې د روان بحران د حل یوازېنۍ لاره د سولې خبرې او د یو او بل منل دي چې ټول اړخونه باید د سولې خبرو له لارې په هېواد کې روانو ناخوالو ته د پای ټکی کېږدي. دا په داسې حال کې ده چې طالبانو په وار وار له حکومت سره له خبرو انکار کړی دی او ویلي یې دي چې څو پورې امریکا په افغانستان کې وي دوی به له افغان حکومت سره د سولې خبرې ونه کړي.