د سیاسي چارو شنونکي وایي، په وروستیو وختونو کې په منظم ډول هغه کسان هدف ګرځول کیږي، چې د پاکستان خلاف دي. د کندهار پخواني امنیه قوماندان جنرال رازق، په هلمند کې د طالبانو قوماندان ملامنان، ملا صمد او په وروستۍ پېښه کې هم د بلوڅ بیلتون پالو قوماندان اسلم بلوڅ تر وژل کېدو وروسته دا اندېښنې ډيرې شوي، چې په وروستیو کې په منظم ډول هغه کسان هدف ګرځول کیږي، چې د پاکستان خلاف وي. په ورته مهال د چارو شنونکي وایي، چې دې هدفي وژنو دا شکونه هم ډېر کړي، چې ښايي دا هدفي وژنې د پاکستان او امریکا ترمنځ د نوې معاملې یوه برخه وي.