د عرب رسنیو د راپورونو له مخې د سعودي عربستان پادشا سلمان بن عبدالعزیز ژمنه کړې چې له افغانانو سره به خپلو همکاریو ته ادامه ورکوي او ددغه هېواد د سولې په پروسه کې به مرسته کوي. نوموړي له ولسمشر غني سره په تلیفوني خبرو کې ټینګار کړی چې په افغانستان کې روانه جګړه باید د خبرو او مذاکراتو له لارې پای ته ورسول شي. ملک سلمان ویلي، چې سعودي عربستان د افغانستان د سولې په برخه کې همکاریو ته ادامه ورکوي او ژمنه کوي چې افغانان به سولې او ثبات ته رسوي. سعودي عربستان تر دې وړاندې هم ژمنه کړې چې له افغان سولې سره همکاري کوي. داسې راپورونه هم شته چې ښایي د سولې راتلونکې خبرې د سعودي عربستان په مرکز ریاض کې ترسره شي.