ټرمپ دې په سوریه او افغانستان کې د جګړو ختمولو لپاره پر یوه نوې تګلاره کار وکړي. فاکس نیوز امریکايي رسنۍ په یوه اوږده مطلب کې لیکي، چې ټرمپ د عراق له سفر را ګرځېدلی دی، خو ددې اړتیا ده، چې په یاده سیمه کې دجګړو د پای په اړه فکر وکړي. په مطلب کې راځي چې امریکا له سوریې او افغانستان د خپلو ځواکونو د ایستلو خبره کوي، نو دا اړتیا هم شته چې په دغه هېوادونو کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره پر نوې تګلاره فکر وکړي. په مطلب کې راځي چې په یادو هېوادونو کې لا هم سختې جګړې وي، خلکو ته مرګ ژوبله اوړي، د سولې خبرې پایلې ته نه دي رسېدلې او پیاوړي حکومتونه د خلکو د دفاع لپاره نشته دي. فاکس نیوز وایي په افغانستان کې د امریکا جګړه باید د ترهګرو د ختمولو سبب شي او له دې پرته د سرتېرو د ایستلو په اړه پرېکړه کول به جګړې هلته نورې هم خونړۍ کړي.