د ټاکنو خپلواک کمېسيون وايي، د ولسمشرۍ ټاکنو د ځنډولو په اړه تر اوسه پورې وروستۍ پرېکړه نه ده شوې. د ټاکنو کمېسون مرستیال ویاند میرزا محمد حقپرست ویلي، چې د ولسمشرۍ ټاکنو په اړه له سیاسي ګوندونو، مدني ټولنو، پرټاکنو د څار له بنسټونو، نړیوالې ټولنې او له حکومت سره سلا مشورې روانې دي. د نوموړي په خبره کمېسيون به له غونډو او مشورو وروسته د ولسمشرۍ د ټاکنو د ځنډېدو په اړه پرېکړه په رسمي ډول اعلان کړي. د ټاکنو خپلواک کمېسيون مخکې اعلان کړی و چې د ولسمشرۍ ټاکنې به د را روان ۱۳۹۸ کال د حمل میاشتې په ۳۱مه نېټه وشي. په همدې حال کې ولسمشرۍ ته د احتمالي کاندید حنیف اتمر مطبوعاتي دفتر په یوې اعلامیې کې ویلي چې د ټاکنو کمېسيون د حکومت د فشار له امله غواړي چې د ولسمشرۍ ټاکنې وځنډوي. په اعلامیه کې ویل شوي چې د ولسمشرۍ ټاکنو ځنډېدل د حکومت له خوا په خپله ګټه په دې پروسه کې د لاسوهنې په معنا ده.