د سولې عالي شورا وايي، طالبان د افغانستان له حكومت سره خبرو ته لېواله دي او بايد ژر خپله دا لېوالتيا اعلان كړي. د دې شورا وياند سيد احسان طاهري وايي، چې له افغان حكومت سره د خبرو پيلېدو ته د طالبانو لېوالتيا زياته شوې ده. د طاهري په وينا، د سولې پروسه بايد د افغانانو په رهبرۍ او مالكيت مخته لاړه شي، كنه له طالبانو سره مذاكرات به پايله ونه لري. د افغانستان له حكومت سره د خبرو پيلېدو ته د طالبانو د لېوالتيا په تړاو د سولې عالي شورا څرګندونې داسې مهال كېږي، چې طالبانو تل له دغه حكومت سره پر يوه مېز د نه راټولېدو خبره كړې ده.