د پارلماني ټاکنو له ترسره کېدو وروسته د یوشمېر سیاسي ګوندونو له لوري په ټاکنیزو کمېسیونونو کې د اصلاحاتو له غوښتنې وروسته نړیوالې ټولنې هم له ټاکنو کمېسیون سره خپلې مالي مرستې ځنډولې دي. د ټاکنو کمېسیون مرستیال ویاند میرزا محمد حقپرست وایي، نړیوالې ټولنې ته یې د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو د بودجې طرح وړاندې کړه وه خو د ناڅرګندو دلایلو له امله یې کمېسیون ته د بودجې له ورکړې انکار کړی. د نړیوالې ټولنې له لوري د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو د بودجې ردېدل داسې مهال دي، چې یوشمېر سیاسي ګوندونه وایي، د ټاکنو کمېسیون اوسنی تشکیل د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو د ترسره کېدو توان نه لري. په ورته وخت کې د ټاکنو کمېسیون وایي، د کابل ولایت د رایو بیا شمیرنې پروسه بشپړه شوې او تمه ده چې راتلونکې اونۍ يې پایلې اعلان شي. خو ټاکنیزو شکایتونو کېمسیون وایي، د کابل په ګډون د ۳۳ولایتونو د ټاکنو په تړاو یې دوه زره شکایتونه ترلاسه کړي چې پر لومړنیو پایلو به اغېز وکړي.