په فاریاب او جوزجان ولایتونو کې د جګړو له امله بې ځایه شوي کډال د یخنۍ له امله د مرګ له ګواښ سره مخ دي. د دې ولایتونو یوشمېر اوسېدونکي چې د نا امنیو له امله له خپلو مېنو بې ځایه شوي اوس مهال د سړو او روغتیایي امکاناتو د نشتوالي له امله له ستونزو سره مخ دي، بې ځایه شوي کډوال وایي، په ورستیو څو ورځو کې یې څو ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او که حکومت ورته پام ونه کړي ښایي یوه بله انساني فاجعه رامنځ ته شي. کډوال وایي، چارواکي ورسره ژمنه کوي، خو تر دې مهاله له دوی سره مرسته نه ده شوې. د جوزجان او فاریاب ولایتونو ځایي مسولین وایي، د کډوالو سره یې لومړنۍ مرستې کړې او هڅه کوي چې په شمال کې شته خیره بنسټونه وهڅوي چې له هغوی سره مرسته وکړي.