د کړکېچ نړیوالې ډلې له افغانستان نه په بېړه د امریکایي ځواکونو د وتلو له امله خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې دا ډول اقدام کېدای شي یو ځل بیا د کورنۍ جگړې سبب شي. په راپور کې راغلي چې له افغانستان نه د امریکایي ځواکونو په بېړه وتل هغه موضوع ده چې په افغانستان او نه هم په سیمه کې ملاتړي لري. په راپور کې ویل شوي، چې گاونډیان او د افغانستان په چارو کې نور ښکیل هیوادونه په ځانگړې توگه ایران، پاکستان، روسیه او چین، ټول غواړي چې امریکا له افغانستان نه ووځي، خو هیڅ یو یې په بیړه د امریکایي ځواکونو د وتلو پلوی ندی. له طالبانو سره د مذاکراتو د هڅو په چټکېدو سره په دې وروستیو کې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ تصمیم ونیو چې له افغانستان نه خپل نیمایي ځواکونه وباسي. د بحران نړیوالې ډلې ویلي، چې ٢٠١٨ کال د افغانستان لپاره تر بل هر وخت مرگونی کال و. د دې ډلې د راپور له مخې په روان کال کې په افغانستان کې د جگړو له امله د ملکي وگړو، پوځیانو او طالبانو په ګډون څه دپاسه ۴٠ زره کسان وژل شوي دي.