چارواکي وايي، بدخشان کې د طالبانو له خوا نیول شوي سرتېري پرون د قومي مخورو په منځګړتوب خوشې شوي دي. وسله والو طالبانو په دې وروستیو کې د فیض اباد ښار د پولیسو له لسم ماموریته د خپل یوه کس له لوري یو شمېر سرتېري او د هغوی تجهیزات له ځانه سره وړي وو. د بدخشان د امنيې قوماندانۍ ویاند جاويد بدخشي وايي، چې لس تنه امنیتي کسان له خوشې کېدو وروسته تېر ماښام د ارغنج خواه ولسوالۍ ته رسول شوي دي، نوموړی وايي، طالبانو غوښتل چې دا سرتېري له دولت سره تبادله کړي، خو حکومت ونه منله او دا کسان د قومي مشرانو په منځکړیتوب د طالبانو له بنده خوشې شوي دي. ویل کېږي چې، اوس مهال د دې ولایت درې ولسوالۍ یمګان، وردوج او دره خشکک د وسله والو طالبانو په واک کې دي.