د سولې عالي شورا وايي، سعودي عربستان له افغان حکومت او طالبانو سره د سولې خبرو ته د زمينې برابرولو بله غونډه به نږدې راتلونکې کې په سعودي کې وشي. د سولې عالي شورا مرستیا ویاند عطاالرحمن سلیم وايي، چې د افغانستان د سولې په اړه دغه ناسته راتلونکې اوونۍ په جدې ښار کې ترسره کېږي. سلیم وايي، د دغې ناستې هدف د سولې د خبرو د پیلېدو لپاره د اسانتیاوو رامنځته کول او په دې بهیر کې د شته ستونزو له منځه وړل دي. د سولې عالي شورا تمه لري، چې په دې ناسته کې د افغان دولت او سولې شورا استازي هم ګډون وکړي خو د پلاوي څرنګوالی یې تراوسه نه دی معلوم. د سولې عالي شورا په خبره، د جدې ناسته د ابوظبۍ د غونډې په دوام ترسره کېږي چې په کې به د امریکا متحده ایالاتونو د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمي خلیلزاد او د افغانستان، پاکستان، متحده عربي اماراتو، سعودي عربستان او طالبانو استازي هم ګډون کوي. له دې سره یو ځای طالبانو هم ویلي چې د بلې غونډې په اړه بحثونه لا وروستي شوي نه دي او تراوسه یې نېټه هم نه ده په ډاګه شوې.