د سعوي عربستان پاچا سلمان بن عبدالعزيز له ولسمشر محمد اشرف غني سره د سولې پروسې په اړه خبرې کړي او د همکارۍ ژمنه يې ورکړې. د سعودي عربستان پاچا ویلي، د افغانستان د سولې په بهير کې به له افغانانو سره بشپړه مرسته وکړي. نوموړي زياته كړې، د افغانستان روانه شخړه يوازې د خبرو او پخلاينې له لارې حل کېدای شي. په دې وروستيو کې افغان سولې ته د سعودي عربستان لېوالتيا زياته شوې ده. دغه هېواد په ابوظبي كې د امريکا، پاكستان، متحده عربي اماراتو او طالبانو د استازو په غونډو کې فعاله برخه واخيسته.