د امریکا د ملي امنیت شورا وايي، ولسمشر ډونالډ ټرمپ پنټاګون ته له افغانستان څخه د سرتېرو د وتلو کوم فرمان نه دی ورکړی. د امریکا د ملي امنیت شورا ویاند ګاریټ مارکوېس ویلي، چې ټرمپ تر اوسه دا پرېکړه نه ده کړې چې په افغانستان کې د مېشتو امریکايي ځواکونو د وتلو امر ورکړي. دا په داسې حال کې ده چې تېره اونۍ رویټرز آژانس او نیویارک ټایمز ورځپاڼې د یوه امریکايي مقام له قوله ویلي وو چې ولسمشر ټرمپ پنټاګون ته له افغانستان څخه د ۷۰۰۰ امریکايي سرتېرو د وتلو هدایت ورکړی و چې له سختو نیوکو سره مخ شو. تېره دوشنبې د امریکا لوی درستیز جوزیف ډانفورډ په افغانستان کې له امریکايي ځواکونو سره د لیدنې پرمهال وویل، په افغانستان کې به د امریکايي سرتېرو ماموریت د پلان پر اساس دوام کوي. او همدا راز په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو قوماندان سکاټ مېلر رسنیو ته ویلي وو چې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه د امریکا دفاع وزارت امر لا دوی ته نه دی رسېدلی.