د غزني ولايتي چارواكي وايي، په دې ولايت كې د سړك غاړې د ځاى پر ځاى شوي ماين چاودنې له امله څلورو ملكي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې. د غزني د والي وياند محمد عارف نوري وايي، چې دا پېښه تېر ماښام شاوخوا پنځه بجې د ولايت د مركز اړوند په ارزو سيمه كې رامنځته شوه. د نوري په وينا، د چاودنې له كبله يو ۱۰ كلن هلك او يو ځوان ووژل شول او د يوې كوچنۍ نجلۍ په ګډون دوه تنه نور ټپيان دي. وسله والو طالبانو تراوسه په دې تړاو رسنيو ته څه نه دي ويلي. په تېره يوه اونۍ كې دا په غزني كې ورته درېيمه پېښه ده، چې په ترڅ كې يې ملكي كسانو ته مرګ ژوبله اوړي.