ځايي چارواکي وايي چې ناپېژاندو وسله والو د پکتيکا په ارګون ولسوالۍ کې د نجونو او هلکانو يو ګډ ښوونځى سوځولى دى. د نسوان زرابي منځني ښوونځي مدير شفيع الله وايي، چې تېره شپه ناوخته ۳ بجې نا معلومو وسله والو دغه ښوونځی چې د نجونو او هلکانو ګډ و، په بشپړه توګه سوځولى. هغه زياته کړه چې په دې پېښه کې د ښوونځي ودانۍ، المارۍ، کتابونه، قرانکريمونه، مېزونه څوکۍ او ټول اسناد په بشپړ ډول سوځېدلي. سرچينه وايي، معلومه نه ده چې دغه ښوونځی به چا او ولې سوځولی وي. د پکتيکا د پوهنې رياست تدريسي مرستيال محمد نسيم واجد هم د ياد ښوونځي سوځېدل مني او وايي چې دغه ښوونځي ۹۰۰ زده کوونکي لرل چې ۴۰۰ يې نجونې وې. د هغه په وينا، دغه منځني ښوونځي له نهم ټولګي سږ کال ۲۱ نجونې فارغې کړې. د واجد په خبره، په دې اړه يې څېړنې پيل کړې دي. د دې پېښې مسووليت تر اوسه چا نه دى اخيستى.