د کوزې پښتونخوا ملتپال عوامي نېشنل ګوند وايي چې د سولې په خبرو کې د افغان حکومت له نظره غورځول به لويه تېروتنه وي. دغه څرګندونې د دغه ګوند مرکزي غړي او د اطلاعاتو او فرهنګ مسوول ميا افتخار حسين پرون په پېښور پوهنتون کې د باچا خان مرکز له خوا د افغان سولې په اړه يوه سيمينار ته کړې دي. هغه په ډاګه کړې چې د افغان حکومت له ګډون پرته د سولې خبرې به هېڅکله بريالۍ نه شي. نوموړی دغه څرګندونې په داسې حال کې کوي چې د امريکا او طالبانو ترمنځ د سولې نېغ په نېغه خبرې روانې دي او ويل کېږي چې د اماراتو په ناسته کې طالبانو د افغان حکومت له پلاوي سره له ليدو انکار کړى و. ميا افتخار حسين ويلي چې له افغان حکومت پرته د سولې خبرې پر مخ وړل به د پخوانيو ناکامو تجربو تکرار وي. هغه د پاکستان پر حکومت نيوکه کړې چې هېڅکله يې خپلواکه او بې پرې بهرنۍ تګلاره نه لرله او ټينګار يې کړی چې خپلواکه بهرنۍ تګلاره د پاکستان او ګاونډيانو په ګټه ده.نوموړي افغان سولې ته په اشارې سره ويلي، دا خبرې هغه مهال بريالۍ کېداى شي چې اړوند خواوې رښتيني وي.