کورنيو چارو وزارت وایي د دغه وزارت کارکوونکي او پولیس له دې وروسته نه شي کولی په کابل کې بهرنیو سفارتونو ته لاړ شي. د کورنيو چارو وزارت مرستيال ویاند نصرت رحيمي پر خپله فېسبوک پاڼه ليکلي چې دغه پرېکړه د کورنيو چارو وزارت د کارکوونکو او ملي پوليسو د ساتنې په موخه شوې ده. هغه زياته کړې، د همدې اونۍ له دوشنبې ورځې وروسته د دغه وزارت هېڅ کارکوونکی او پوليس د دې حق نه لري چې په کابل کې بهرنيو سفارتونو ته دننه شي. د نوموړي په وينا، د اړتيا په وخت کې کولی شي د خپلو اړوندو ادارو رهبري او يا هم د جاسوسۍ ضد ادارې د خپلو ستونزو د حل په موخه خبرې کړي. رحيمي ويلي، همدارنګه د کورنيو چارو وزارت هېڅ نظامي او ملکي کارکوونکی نه شي کولای چې بهرنيو سفارتونو ته د خپلواکۍ ورځو په موخه، ملي، شخصي محفلونو ته او هر ډول ناستو پاستو ته لاړ شي. یاد وزارت ويلي چې د دې پرېکړې له سرغړوونکو سره به جدي قانوني برخورد وشي. د يادونې ده، د کورنيو چارو د وزير په توګه د ملي امنيت د پخواني رييس امرالله صالح تر ټاکل کېدو وروسته ځينې مهمې پرېکړې کړې دي.