د دفاع وزارت نوی ټاکل شوی سرپرست وزیر اسدالله خالد وایي، دوی (پوځ) د سولې پروسې پوره ملاتړ کوي او هڅه به وکړي چې په دې برخه کې ورترغاړي مسوولیت په سمه توګه ترسره کړي. نوموړي دا څرګندونې نن په رسمي توګه د خپلۍ معرفۍ په مراسمو کې د خبرو پر مهال کړې دي. هغه ویلي، پوځ د سولې پروسې پوره ملاتړ کوي که څوک سولې ته تیار نه شي نو د سوک په زور به یې حاضر کړي. خالد ژمنه وکړه چې نور به په پوځ کې قومي ارزښتونه ځای ونه لري او استعدادونو ته به لومړیتوب ورکړي. نوموړي ټینګار کړی چې نور به افغان ځواکونو ته پر وخت مرستې رسېږي او کورنیو ته به یې هم پوره پاملرنه وشي. دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د سولې خبرې په چټکۍ مخ ته روانې دي او د سولې لپاره د امریکا ټاکل شوي استازي زلمي خلیلزاد په دې اړه له طالبانو سره خبرې کړې او ویلي یې دي چې ژر به یوې پایلې ته ورسېږي.