د هېواد د ملي امنیت پخواني سلاکار او راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته احتمالي نوماند محمد حنیف اتمر نن په خپل کاري دفتر کې د تاجکستان له سفیر شرف الدین امام سره لیدلي دي. د نوموړي پر فسبوک پاڼه د خپرو شویو معلوماتو له مخې په دغه کتنه کې دواړو لوریو د افغانستان او سیمې پر روان سیاسي حالت اود دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اخیزو ولسي او فرهنګي اړیکو پر لا پراختیا بحث او خبرې وکړې. سرچینه کاږي چې د تاجکستان سفیر د افغانستان او تاجکستان ترمنځ د دوستۍ په ټینګښت او د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی دی.