د هېواد د متشبثینو عالي بورډ مشر رحم الدین حاجي اغا وایي، د فراه د ۷۸میله ګمرکي بندر د تړلو له امله ګڼو سوداګرو ته مالي زیانونه اوښتي دي. نوموړي په دې اړه د اندېښنې په څرګندولو وویل چې له تېرو شپږو ورځو راپدېخوا د ایران او فراه ولایت تر منځ د یاد ګمرکي بندر د بندېدو له امله سلګونه زره افغانۍ زیان دولت او سوداګرو ته اوښتی دی. نوموړی غوښتنه کوي چې له ایران سره دا بندر چې له شپږو ورځو راپدېخوا تړلی دی، باید ژر تر ژره پرانیستل شي. حاجي اغا وایي په دغه بندر کې تر ۳زره ډېر کسان د سمنټو او ساختماني چارو په کارونو بوخت دي چې تړل کېدو یې له ګڼو مالي زیانونو سره مخ کړي دي.