د المان د دفاع پخواني وزیر جنرال هیرالډ کوجاټ ویلي، له افغانستانه د امریکایي ځواکونو احتمالي وتلو اندېښمن کړی دی. نوموړي ویلي له دې هېواده د امریکایي ځواکونو احتمالي وتل به په یاد هېواد کې د ناټو ځواکونه له خطر سره مخ کړي. هغه زیاته کړې که امریکا دا کار وکړي نو دوی هم مجبور دي خپل پوځیان له دې هېواده وباسي. کوجات له یوې المانۍ ورځپاڼې سره په خبرو کې ویلي، د نوموړي په باور که چېرته امریکا د خپلو سرتېرو یوه برخه هم له افغانستانه وباسي نو دوی په دې هېواد کې پاتې کېدو ته هیڅ دلیل نه لري او مجبوره دي خپل ماموریت پای ته ورسوي. په ورته وخت کې د المان د بهرنیو چارو وزیر هم د امریکا دا پرېکړه چې ګوندې خپل ځواکونه به له افغانستانه وباسي خواشینونکې بللې ده. دا په داسې حال کې ده چې سپینې ماڼۍ نن اعلان وکړ چې ټرمپ تر اوسه له افغانستانه د خپلو ځواکونو د ایستلو په اړه وروستۍ پرېکړه نه ده کړې. المان په افغانستان کې ۱۰۰۱سرتېري لري چې ډیری یې په شمالي ولایت مزار کې پر دندو بوخت دي.