ډېری امریکايان په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د کمولو پلویان دي. دې هېل نشریې به یوه راپور کې ویلي، چې له امریکايي وګړو له سوریې د سرتېرو د ایستلو او په افغانستان کې د سرتېرو د کمولو په اړه نظرپوښتنه شوې ده. په راپور کې راځي چې په دې نظرپوښتنه کې ۵۲ سلنه امریکایانو له سوریې د سرتېرو د ایستلو او په افغانستان کې د سرتېرو د کمولو په اړه مثبت نظر لرلی دی. دوی ویلي ددې پلویان دي چې سرتېري یې له یادو هېوادونو ووځي. خو پر وړاندې یې ۴۸ سلنه کسانو بیا ویلي چې په یادو هېوادونو کې د امریکايي ځواکونو حضور حتمي دی. له افغانستان او سوریې د امریکايي عسکرو د ایستلو مسئلې په امریکا کې بحثونه پورته کړي دي. ټرمپ اعلان وکړ چې له سوریې خپل ټول سرتېري وباسي، خو وروسته رسنیو داسې راپورونه خپاره کړل چې له افغانستان هم خپل نیمايي عسکر وباسي. خو سپینه ماڼۍ وايي چې ټرمپ تر دې دمه د عسکرو د ایستلو امر نه دی کړی.