په تېرو ۱۴ میاشتو کې د چابهار له لارې ۱۲۰ زره ټنه توکي لېږدول شوي دي. د ایران د بندرونو مسوول رسنیو ته په خبرو کې ویلي چې له دغه لارې تر ډېره غنم افغانستان ته صادر شوي دي او په وینا یې د لېږدول شوو توکو کچه ښيي چې چابهار بندر د پراختیا او قوت په لور روان دی. دده په خبره له تېرو ۱۴ میاشتو راهیسې له دغه بندر ۱۲۰ زره ټنه توکي افغانستان لېږدول شوي دي او دا د چابهار غړو ته ښه خبر دی. محمد علي حسن زاده وايي، درې واړه هېوادونه هڅه کوي دغه بندر لا پراخ کړي او په دې توګه په سیمه کې د سترو اقتصادي او سوداګریزو تحولاتو سبب شي. په ورته وخت کې هند بیا وایي چې دوی روسیې او د منځنۍ اسیا هېوادونو ته هر کال پنځلس میلیونه ټنه توکي صادروي چې د چابهار په فعالېدو سره به دغه توکي ټول د همدې بندر له لارې و لېږدول شي.