تر راتلونکو دوو میاشتو پورې به په دایکندي کې د برېښنا یو بند ګټه اخیستنې ته وسپارل شي. د دایکندي ولایت ځايي چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې د لومړي ځل لپاره د برېښنا بند جوړ شوی دی او اوس یې د ډکولو پروسه پيل شوې ده. ددوی په خبره په راتلونکو دوو میاشتو کې به دغه بند برېښنا تولید کړي او د دایکندي د مرکز نیلي د زرګونه کسانو ستونزې به حل کړي. دغه بند د ۷۰۰ کیلواټه برېښنا د تولید ظرفیت لري او د برېښنا وزارت له لوري د ۴،۷ میلیونه ډالرو په لګښت جوړ شوی دی. بل پلو د دایکندي اوسېدونکي بیا وايي چې دغه بند په ټيت کیفیت جوړ شوی دی او د ډکولو په پروسه کې یې ځينو برخو درځونه کړي دي. دوی له حکومت غواړي چې دغه ستونزه همدا اوس حل کړي او په دې توګه په راتولونکې کې د پېښېدونکو زیانونو مخه ونیسي.