د رسنیو د راپورونو له مخې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر محمود قریشي قطر ته تللی دی او هلته به له قطري چارواکو سره د افغان سولې په اړه خبرې کوي. محمود قریشي به په دوحه کې له خپل قطري سیال سره ګوري او له هغه سره به د افغان سولې او دلته د روانې جګړې د ختمولو د هڅو په اړه معلومات ورکوي. ددغه سفر په اړه تر دې ډېر جزیات نه دي ورکړل شوی. د پاکستان د بهرنیو چار وزارت وايي دوی هڅه پیل کړي چې په سیمه کې د سولې او ثبات لپاره په روانو هڅو کې خپله ونډه واخلي او دلته روانې ناندرۍ پای ته ورسوي. خو په افغانستان کې لا هم د پاکستان پر فعالیتونو شکونه موجود دي. افغان چارواکي او دلته سیاسي شنونکي په دې باور دي، چې پاکستان لا هم د ترهګرو ملاتړی دی، خو یوازې غواړي نړۍ ته وښيي چې دوی د سولې لپاره هڅه کوي. امریکا هم په دې باوري ده چې که په پاکستان رښتینې هڅه وکړي نو په افغانستان کې روانه جګړه ختمېدلی شي، ځکه ډېری ترهګرې ډلې په پاکستان کې مرکزونه لري.