د بلخ د سوداګرۍ او صنایعو رییس وايي چې ډېر ژر به د بلخ او ترکیې ترمنځ د سوداګرۍ او ترانزیت په موخه هوايي دهلیز پرانیستل شي. دده په وینا د بلخ ولایت سوداګر او متشبثین ددې کار لپاره چمتووالی لري. شیر احمد سپاهي زاده زیاته کړې چې په دې کار سره به د بلخ ډېری تولیدات او لاسي صنایع تر ترکیې پورې ورسول شي او په دغه ولایت کې به سوداګري نوره هم وغوړېږي. هغه د هوايي دهلیزونو پرانیستل د هېواد په ګټه بللي دي.