د مشرانو جې رییس او ځینې غړي له طالبانو غواړي چې له افغان حکومت سره مستقیمو خبرو ته حاضر شي. فضلهادي ملسمیار پر وسله والو طالبانو غږ وکړ چې د جګړې د ختمېدلو تر ټولو غوره لار مستقیمي خبرې اترې دي. ملسمیار نن د مشرانو جرګې په عمومي غونډه کې پر موضوع د یو شمېر سناتورانو له بحثونو وروسته وویل، د افغانستان د جنګ اوږدول نه د افغان حکومت او نه د طالبانو په ګټه دي، نو ضرور ده چې دواړه لوري د سولې مخامخ خبرو ته سره کېني. دا په داسې حال کې ده چې طالبانو په راتلونکې میاشت کې د افغانستان د سولې د مذاکراتو په موخه، د سعودي عربستان په جوړېدونکې ناسته کې د افغان حکومت له استازو سره له مستقیمو خبرو کولو انکار کړی دی.