اجراییه رییس عبدالله عبدالله په کابل کې د چین هېواد له لوی سفیر سره پر افغان سوله او یو شمېر نورو مهمو موضوعاتو خبرې کړې دي. د اجراییه ریاست پر فیسبوک پاڼه د خپرو شویو معلوماتو له مخې، نوموړي له لیو جین سونګ سره په خپل کاري دفتر کې لیدلي دي. سرچینه کاږي، دواړه لوریو په دې لیدنه کې د چین او افغانستان پر همکاریو ټینګار کړی دی. د سرچینې په وینا، په دې لیدنه کې دواړو لوریو دغه راز پر راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو، سولې پروسې او د چین افغانستان تر منځ پر دوه اړخیزو اړیکو هم خبرې اترې کړې دي.