یکشنبه, مارچ 8, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    عامې روغتیا وزیر؛ د زړه ناروغیو د درملنې پروژې له مسولینو سره کتلي

    فطرت: د پاکستان د برید له کبله تورخم کې ۳۰۰ میلیونه زیان اوښتی

    القره داغي: د مسلمانانو ترمنځ جګړه حرامه ده

    غزني کې د ۱۳۰ میګاواټه لمریزې برېښنا دستګاه جوړیږي

  • نړۍ

    امریکايي شنونکی: واشنګټن د منځني ختیځ د جګړې حقیقت له خلکو پټوي

    هند؛ په منځني ختیځ کې د امنیتي کړکېچ له امله زرګونه وګړي ایستلي

    ټرمپ: د وسلو د تولید کچه څلور برابره لوړوو

    په پاکستان کې د تېلو بیې لوړې شوې دي

    امریکا د ایران په جګړه کې هره ورځ نږدې ۹۰۰ میلیونه ډالره لګښت لري

    Portrait of American financier Jeffrey Epstein (left) and real estate developer Donald Trump as they pose together at the Mar-a-Lago estate, Palm Beach, Florida, 1997. (Photo by Davidoff Studios/Getty Images)

    راپورونه: د اپسټین د قضیې ورک شوي اسناد به بېرته خپاره شي

    نیوزیلینډ؛ له منځني ختیځه د خپلو ۳زره وګړو د اېستلو لپاره دوه پوځي الوتکې استوي

    الجزیره: تېرو ۵ ورځو کې په ایران کې تر زرو زیات کسان وژل شوي دي

    منځني ختیځ کې په تېرو ۵ ورځو کې تر ۲۰زره ډېرې الوتنې لغوه شوې

  • دریځ

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

    نړۍ د امریکا له سیوري وځي؛ د ملتونو د بیدارۍ شېبه

    افغانستان پاکستان سره د لارو پرانیستو ته هېڅ بیړه نه لري؛ دا ځل زموږ شرایط عادي نه دي

    له بندیزه تر فرصت پورې؛ د کورنیو پانګونو نوی پړاو

    د سیمې د نښلولو نوې هیله؛ افغانستان د ایران، چین او مرکزي اسیا ترمنځ د ستراتیژیک دهلېز پر لور

    د ژمي ساړه او د انساني همدردۍ مسؤلیت

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    عامې روغتیا وزیر؛ د زړه ناروغیو د درملنې پروژې له مسولینو سره کتلي

    فطرت: د پاکستان د برید له کبله تورخم کې ۳۰۰ میلیونه زیان اوښتی

    القره داغي: د مسلمانانو ترمنځ جګړه حرامه ده

    غزني کې د ۱۳۰ میګاواټه لمریزې برېښنا دستګاه جوړیږي

  • نړۍ

    امریکايي شنونکی: واشنګټن د منځني ختیځ د جګړې حقیقت له خلکو پټوي

    هند؛ په منځني ختیځ کې د امنیتي کړکېچ له امله زرګونه وګړي ایستلي

    ټرمپ: د وسلو د تولید کچه څلور برابره لوړوو

    په پاکستان کې د تېلو بیې لوړې شوې دي

    امریکا د ایران په جګړه کې هره ورځ نږدې ۹۰۰ میلیونه ډالره لګښت لري

    Portrait of American financier Jeffrey Epstein (left) and real estate developer Donald Trump as they pose together at the Mar-a-Lago estate, Palm Beach, Florida, 1997. (Photo by Davidoff Studios/Getty Images)

    راپورونه: د اپسټین د قضیې ورک شوي اسناد به بېرته خپاره شي

    نیوزیلینډ؛ له منځني ختیځه د خپلو ۳زره وګړو د اېستلو لپاره دوه پوځي الوتکې استوي

    الجزیره: تېرو ۵ ورځو کې په ایران کې تر زرو زیات کسان وژل شوي دي

    منځني ختیځ کې په تېرو ۵ ورځو کې تر ۲۰زره ډېرې الوتنې لغوه شوې

  • دریځ

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

    نړۍ د امریکا له سیوري وځي؛ د ملتونو د بیدارۍ شېبه

    افغانستان پاکستان سره د لارو پرانیستو ته هېڅ بیړه نه لري؛ دا ځل زموږ شرایط عادي نه دي

    له بندیزه تر فرصت پورې؛ د کورنیو پانګونو نوی پړاو

    د سیمې د نښلولو نوې هیله؛ افغانستان د ایران، چین او مرکزي اسیا ترمنځ د ستراتیژیک دهلېز پر لور

    د ژمي ساړه او د انساني همدردۍ مسؤلیت

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه تحلیل

په افغانستان کې د روږدو کسانو وضعیت

لیکنه: د ستراتېژیکو او سیمه ییزو څېړنو مرکز

دسمبر 31, 2018
in تحلیل, لیکنې
0 0

په نشو روږدي ډېری کسان د ښارونو په سړکونو او کوڅو کې شپې او ورځې تېروي چې لسګونه تنه یې هر کال د ژمي له پیلېدو سره مړه کېږي. تازه د کابل ښاروالۍ چارواکو ویلي چې په کابل ښار کې د هوا له سړېدو سره سم، هره اونۍ د ښار په مختلفو سیمو کې د لسو شاوخوا جسدونه چې ډېری یې په نشه د روږدو کسانو دي، پیدا کوي او خاورو ته یې سپاري. دوی اندېښنه لري چې د هوا له سړېدو سره به دا شمېره نوره هم زیاته شي.

په افغانستان کې د روانې جګړې او ګڼو نورو بدبختیو ترڅنګ د نشه‌ یي توکو کر، قاچاق او کارول هم هغه څه دي چې د دغه هېواد خلک ترې ځورېږي. په افغانستان کې له تېرو څو کلونو راهیسې د نشه ‌یي توکو د تولید ترڅنګ په نشه د روږدو کسانو شمېر هم ورځ تر بلې مخ پر زیاتېدو دی او د مختلفو داخلي او نړیوالو ادارو د معلوماتو پر بنسټ په افغانستان کې د روږدو کسانو شمېر سلګونو زرو کسانو ته رسېږي.

په افغانستان او نړۍ کې په نشه د روږدو کسانو شمېر، په افغانستان کې د روږدو کسانو وضعیت، پر نشه د دوی د روږدېدو لاملونه او په ټولنه کې د نشه‌ یي کسانو د موجودیت اغېزې، هغه موضوعات دي چې دلته مو پرې بحث کړی دی.

په نشه روږدي کسان

د نشه ‌یي توکو کارونه په ټوله نړۍ کې یوه لویه ستونزه ګڼل کېږي او په میلیونونو کسان پرې اخته دي. د ملګرو ملتونو سازمان له نشه‌ یي توکو او جرمونو سره د مبارزې ادارې (UNODC) د معلوماتو پر بنسټ په ۲۰۱۵ ز کال کې په ټوله نړۍ کې شاوخوا ۲۵۵میلیونه کسان د نشه‌ یي توکو پر کارونې اخته بلل شوي دي چې که د نړۍ ټول نفوس شپږ میلیارده وبولو، نو د نړۍ د ټول نفوس ۴،۲۵ سلنه وګړي د نشه‌ یي توکو پر کارونه اخته گڼلی شو.

د افغانستان د مرکزي احصایې د ادارې د معلوماتو پر بنسټ په ۱۳۹۶لمریز کال کې د افغانستان ټول نفوس ۲۹،۷ میلیونو کسانو ته رسېده. له دې جملې په افغانستان کې د نشه ‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې د ادارو د معلوماتو پر بنسټ څه باندې درې میلیونه افغانان د نشه ‌یي توکو پر کارونه بوخت دي چې د افغانستان د ټول نفوس نږدې لس سلنه برخه جوړوي.

په دغو دریو میلیونو کسانو کې ۸۰۰ زره ښځينه او ۱۰۰زره یې هم هغه ماشومان شامل دي چې د نشه‌ یي توکو پر کارولو بوخت دي. د روږدو کسانو له ډلې شاوخوا ۵۰۰ زره یې هغه کسان دي چې د زیاتو نشه یي توکو د کارولو له امله یې ټولنیز شخصیت له منځه تللی او په یوه ډېر بد حالت کې د ښار په کوڅو او سړکونو کې خپل وخت تېروي، خو په دې ډله کې پاتې نور هغه کسان شامل دي چې د بېلابېلو نشه ‌یي توکو په کارولو اخته دي، ولې وضعیت یې دومره نه دی خراب شوی چې له خپل کور او کورنۍ لرې په کوڅو او سړکونو کې خپل وخت تېر کړي.

د روږدو کسانو وضعیت

په افغانستان کې د نشه‌ یي توکو کر او کارونې له یوې خوا په نړیواله کچه د افغانستان نوم او اعتبار ته ستر زیان رسولی دی او له بلې خوا په دغه هېواد کې په نشه ‌یي توکو د څه باندې دریو میلیونو افغانانو روږدي کېدل، هغه ستر بشري ناورین دی چې افغانان ورسره لاس او ګرېوان دي.

په افغانستان کې د څه باندې دریو میلیونو روږدو کسانو له ډلې، یوه لویه برخه یې د نشه ‌یي توکو د کارونې له امله داسې وضعیت ته رسېدلې چې خپل کور او کورنۍ ترې پاتې دي او د ښار په کوڅو او کنډوالو کې شپې او ورځې تېروي.

اوسمهال کابل ښار د دا ډول کسانو پر یو ستر مرکز اوښتی دی. د ښار پارکونه، د سړکونو ترمنځ ګلدانونه، کوڅې او بازارونه ترې ډک دي او ډېری وخت په ځانګړې توکه د ژمي د موسم له راتګ سره په همدغو سړکونو او پارکونو کې مړه کېږي. په هر ځای کې څو تنه سره پنډ وي او په عامه ځایونو کې نشه ‌یي توکي کاروي.

افغان حکومت که څه هم د دغو کسانو د درملنې لپاره فعالیت کوي او د روږدو کسانو د درملنې لپاره یې ځانګړي مرکزونه جوړ کړي دي، خو د دغو مرکزونو ظرفیت د روږدو کسانو شمېر ته په کتو خورا کم دی او نه شي کولی چې د ټولو درملنه پکې وکړي.

د افغانستان د روغتیا وزارت د معلوماتو پر بنسټ افغان دولت په نشه یي توکو د روږدو کسانو د درملنې په موخه د ټول هېواد په کچه د لسګونو شخصي مرکزونو ترڅنګ، څه باندې ۱۷۰ د درملنې دولتي مرکزونه لري چې هر کال پکې د سلګونو روږدو کسانو درملنه کېږي، خو د درملنې په دغو مرکزونو کې د تداوي شوو روږدو کسانو له ډلې ۷۰ سلنه یې د درملنې له مرکزونو له خارجېدو سره سم، بېرته د نشه ‌یي توکو کارونې ته مخه کوي.

په نشه د روږدېدو لاملونه

په افغانستان کې په نشه د روږدو کسانو د شمېر د زیاتوالي په اړه لاندې څو ټکي د پام وړ دي:

جګړه او د جګړې دوام: په افغانستان کې له تېرو څو لسیزو راهیسې د جګړې دوام په دغه هېواد کې د نشه ‌یي توکو کر او تولید ته پوره زمینه برابره کړې ده چې له امله یې افغانستان د نړۍ په کچه د نشه‌ یي توکو د کر او تولید په لوی مرکز بدل شوی دی. له همدې امله په افغانستان کې د نشه ‌یي توکو د کر او تولید ترڅنګ په نشه د روږدو کسانو شمېر هم زیات شوی دی.

بېوزلي او بېکاري: په افغانستان کې په نشه د روږدو کسانو په زیاتوالي کې بېوزلي او بېکاري یو بل مهم فکټور ګڼل کېږي. د نړیوال بانک د راپور پر بنسټ د افغانستان ۴۰ سلنه وګړي د بېوزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي او نږدې دوه میلیونه هغه کسان چې د کار کولو په شرایطو برابر دي، بېکاره گرځي. همدا د کار نشتوالی او بېوزلي د دې لامل شوې چې ځینې ځوانان د نشه ‌یي توکو کارونې ته مخه کړي.

کډوالي: په نشه‌ یي توکو د اخته کسانو په زیاتوالي کې یو بل مهم فکټور هم نورو هېوادونو په ځانګړې توګه د افغانستان ګاونډیو هېوادونو ته مهاجرت ګڼل کېږي. د بېلګې په توګه، ایران هغه هېواد دی چې ډېری افغانان دغه هېواد ته له کډوالۍ وروسته په نشه‌ یي توکو روږدي شوي دي.

نشه‌ یي توکو ته اسانه لاسرسی: په افغانستان کې د اداري فساد او کمزورې حکومتولۍ له کبله د نشه ‌یي توکو کر او تولید په دغه هېواد کې نشه‌ یي توکو ته لاسرسی هم خورا ساده کړی دی. خلک کولی شي د هېواد په هر ولایت او هره سیمه کې په ډېرې اسانۍ سره نشه ‌یي توکو ته لاسرسی ولري. همدې ساده لاسرسي او د حکومت له لوري د نشه‌ یي توکو په پېر او پلور د کلک بندیز او څارنې نه شتون، په لوی لاس د نشه‌ یي توکو کارونې ته زمینه برابره کړې ده.

پر ټولنه د روږدو کسانو منفي اغېزې

په افغانستان کې په نشه‌ یي توکو د روږدو کسانو زیاتوالي پر ټولنه لاندې اغېزې کړې دي:

لومړی: په نشه د روږدو کسانو زیاتوالی په ټولنه کې د غلاوو او جنایي پېښو د زیاتوالي لامل شوی دی. په نشه روږدي کسان نشه‌ یي توکو ته د لاسرسي په موخه پیسو ته اړتیا لري او د دې پیسو د پیدا کولو لپاره هم غلا کوي او هم جنایي جرمونه. د کابل ولایت امنیه قوماندانۍ په وینا، په کابل ښار کې په نشه د روږدو کسانو د غلاوو د مخنیوي لپاره یې سره له دې چې د پولیسو یو ځانګړی کنډک جوړ کړی دی، خو بیا هم په ځینو سیمو او پارکونو کې روږدي کسان د شپې له خوا د پارکونو پنجرې، دروازې یا هم د خلکو له کورونو ځینې وسایل غلا کوي. دغه‌ راز په ځینو سیمو کې د شپې له خوا په لارو کې له خلکو پیسې او نور وسایل اخلي او بیا یې په بازار کې د نشه ‌یي توکو د لاسته راوړلو په موخه پلوري.

دویم: په نشه د روږدو کسانو له زیاتوالي سره د ښار ککړتیا لا زیاته شوې ده. کابل ښار چې د ګوتو په شمېر څو تفرېحي پارکونه لري، اوسمهال د همدغو نشه ‌یي کسانو د پنډېدو پر ځایونو بدل شوي دي. د سړکونو ترمنځ زرغونې ساحې او ګلدانونه هم د روږدو کسانو له لاسه ککړ دي، ځکه شپه او ورځ په همدې سیمو کې راټول وي.

درېیم: په ښارونو او کوڅو کې په نشه د روږدو کسانو ازادانه تګ راتګ دغه بدمرغه عمل ته د نورو کسانو په جذب کې هم رول لري. ډېری ځوانان له دغو کسانو سره د نږدې اوسېدو له امله ورو ورو نشو ته مخه کوي او بالاخره په پوره توګه د نشه‌ یي توکو پر کارونې اخته کېږي.

Share47Tweet21Share9

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

عامې روغتیا وزیر؛ د زړه ناروغیو د درملنې پروژې له مسولینو سره کتلي

مارچ 8, 2026

امریکايي شنونکی: واشنګټن د منځني ختیځ د جګړې حقیقت له خلکو پټوي

مارچ 8, 2026

هند؛ په منځني ختیځ کې د امنیتي کړکېچ له امله زرګونه وګړي ایستلي

مارچ 8, 2026

فطرت: د پاکستان د برید له کبله تورخم کې ۳۰۰ میلیونه زیان اوښتی

مارچ 8, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In