په تخار کې د حزب اسلامي او جمعیت اسلامي د قوماندانانو ترمنځ یو ځل بیا جګړه شوې چې د یوه ملکي وګړي په ګډون له دواړو خواوو څخه پنځه تنه وژل شوي او ډېر نور ټپیان دي.
د تخار امنیتي چارواکي وايي چې دغه نښته په چاه اب ولسوالۍ کې د جمعیت اسلامي د قوماندان مولوي محفوظ او د حزب اسلامي د قوماندان بشیر قانت ترمنځ شوې ده.
د دې نښتې له امله عامو خلکو ته هم زیان اوښتی او د خلکو دوکانونه او کاروبار ورسره په ټپه درېدلي دي.
د سیمې اوسېدونکي وایي، په تخار ولایت کې د نامسوولو وسله والو فعالیت له بل هر وخته زیات شوی.
د دې سیمې یو اوسېدونکی وایي : «موږ د چاه اب ولسوالۍ اوسېدونکي د نامسوولو وسله والو له فعالیتونو نه سخت اندېښمن یو. په دې وروستیو کې د دغو ډلو ترمنځ په نښتو کې له دواړو لورو څو تنه ووژل شول، د خلکو دوکانونه او کاروبارونه تړلي او په خپلو کورونو کې بند پاتې دي.»
ځايي اوسېدونکي وایي، د حزب اسلامي او جمعیت اسلامي د قوماندانانو ترمنځ دغه شخړې د سرو زرو د یوه کان او نشه يي توکو پر سر دي، خو جمعیت اسلامي بیا وايي، دغه شخړې د قبیلوي مسایلو له امله رامنځته شوې دي.
د تخار امنیتي چارواکي وايي، د وضعیت د کنټرول لپاره سیمې ته امنیتي ځواکونه استول شوي دي.
د تخار د والي ویاند محمد جواد هجري وویل: «پخوا هم د دغو ډلو ترمنځ ستونزې وې. د دوی ترمنځ د مختلفو انګېزو له کبله جنجالونه وو، خو زه دا نه شم تاییدولی چې د دوی ترمنځ دې د سرو زرو کان یا مخدره توکو پر سر شخړې شوې وي.»
په تخار کې د حزب اسلامي او جمعیت د پخوانیو قوماندانانو ترمنځ دغه جګړه داسې مهال کېږي، چې له دې وړاندې هم د بشیر قانت او د جمعیت اسلامي د یوه بل قوماندان فیض الله ترمنځ په نښتو کې شاوخوا شلو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.
د حزب اسلامي او جمعیت اسلامي د نامسوولو وسله والو ترمنځ خپلمنځي نښتې نوې خبره نه ده، بلکې تر دې وړاندې هم د دواړو لورو ترمنځ نښتې شوې چې لسګونو کسانو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې او د سیمې ډېری اوسېدونکي یې هم له خپلو کورونو بېځایه کېدو ته اړ کړي.