په شمال کې د باغدارۍ او مالدارۍ ملي پروژې مسوول فهيم جباري وايي، دغه باغونه به د شمال زون په پنځو ولايتونو، سمنګان، بلخ، جوزجان، سرپل او فارياب کې پر ۴ زره جریبه اوبیزه ځمکه د بېلابېلو مېوو د باغونو جوړولو ترڅنګ، پر شاوخوا ۲ زره جريبه للمه ځمکه د پستې باغونه هم جوړ شي.
جباري وايي، دغه باغونه به د هغو مېوو له ونو جوړ شي چې له سيمه ييز چاپېريال سره مطابقت ولري.
د نوموړي په خبره، د باغدارۍ او مالدارۍ ملي پروګرام هڅه کوي چې باغدارانو ته د اسانتياوو رامنځته کېدو په خاطر د سړو خونو ستونزه هم حل کړي، څو کروندګر وکولای شي چې خپل حاصلات پکې وساتي.
د شمال زون باغداران هم له دغه پروګرامه هرکلی کوي، خو وايي که يې د حاصلاتو د بازارموندنې او مارکېټ غم هم وخوړل شي، نو ګټه به يې يو پر دوه شي.