له افغانستان د امریکايي ځواکونو وتل به طالبان پر ځان باوري کړي. په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو یوه پخواني قومندان سټانلي مک کرېستال ویلي، له افغانستان د نیمايي ځواکونو ایستل به د امریکا او افغان حکومت لپاره زیانونه ولري. دده په خبره دغه چاره به طالبان پر دې باوري کړي، چې دوی جګړه ګټلی شي او په دې توګه به د سولې لپاره ددوی رامنځ ته شوې انګیزه له منځه لاړه شي. نوموړي پر ټرمپ نیوکه کړې چې په دغه ډول مسایلو کې رښتینی نه دی او خلکو ته دروغ وايي. مک کرستال وايي امریکا اړ ده، چې د ثبات تر راتګ پورې د افغانانو تر څنګ ودرېږي او په دغه ډول بې وخته څرګندونو باندې هلته د سولې او سیاسي حل هڅو ته زیانونه وا نه ړوي. مک کرېستال دغه خبرې د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه د خپرو شوو راپورونو په غبرګون کې کړې دي. څه موده وړاندې داسې راپورونه خپاره شول، چې ښایي ټرمپ له افغانستان خپل نیمايي ځواکونه وباسي. دغه کار په هېواد کې له تاوده هرکلي سره مخ شو، خو سپينه ماڼۍ وايي چې ټرمپ تر دې دمه په رسمي توګه د سرتېرو د ایستلو امر نه دی کړی.