د رسنیو د راپورونو له مخې ولسمشر غني عادله لار د محمود صیقل پر ځای په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازې ټاکلې ده. عادله راز تر دې وړاندې د بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي همکاریو مرستیاله وه. تر دې وړاندې محمود صیقل په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازی و او له دې وروسته به دغه دنده عادله راز پر مخ وړي.