واشنګټن پوسټ د ټاکنو کمیسیون د وروستۍ پرېکړې په اړه یو مطلب خپور کړی دی. دغه ورځپاڼې ویلي چې د ولسمشر غني په مشرۍ اوسنی حکومت غواړي د ټاکنو په ځنډولو سره د خپل واک موده وغځوي. سرچینه کاږي د ټاکنو کمیسیون ویلي، چې ټاکنې به درې میاشتې ځنډوي، خو په دې منځ کې خلا رامنځ ته کېږي او دا له قانوني اړخه مشروعیت نه لري. واشنګټن پوسټ له ځینو شنونکو سره د خبرو له لارې د ټاکنو کمیسیون هغه پلمې بې ځایه بللې چې ویلي یې وو، د ټاکنو شفافیت او ستونزو کمولو لپاره یې د ټاکنو د ځنډولو پرېکړه کړې ده. شنونکو ورځپاڼې ته ویلي چې دغه پلمې باید یوه ملي پروسه زیانمنه نه کړي، خو ددوی په خبره اوسنۍ ټاکنې د امریکا په غوښتنه د سولې د پروسې لپاره ځنډول شوې دي.