تېره شپه د پکتیا ولايت د زرمت ولسوالۍ په سرکۍ سيمه کې پر يو کور د هوايي ځواک په ملتيا عمليات شوي دي. د زرمت ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، چې عمليات د پخواني جهادي قومندان او قومي مشر محمد نعيم په کور تر سره شوي، چې د حاجي نعيم په ګډون د هغه ورور، زوی او درې تنه نور پکې وژل شوي. د پکتيا ولايت د سولې ولايتي کمېټې مسوول جنت خان منګل وايي، چې قومندان نعيم د سولې ولايتي کمېټې غړی دی، خو معلومه نه ده چې وژل شوی که ژوندی پاتې دی. بل خوا د پکتيا ولايت امنيتي مسوولين عمليات مني خو وايی, چې د مرګ ژوبلې په اړه دقيق معلومات نه لري. دوی وایي په دې اړه به نور جزیات وروسته له رسنیو سره شریک کړي. بلخوا راپورونه وایي چې د سیمې اوسېدونکو د وژل شوو کسانو جنازې د پکتیا د ولایت مقام مخې ته را روانې کړې دي.