په کابل کې د چین سفیر لیو جین سونگ د ولسمشر له دویم مرستیال سرور دانش سره کتلي دي. دواړو خواو پر افغان سوله، له ترهګرۍ سره پر مبارزې او د چین او افغانستان تر منځ پر دوه اړخیزو اقتصادي او فرهنګي اړیکو خبرې کړې دي. د چین سفیر ویلي، د افغانانو پر مالکیت د سولې له هر ډول هڅو ملاتړ کوي او په کابل کې یې د افغانستان، چین او پاکستان تېره درې اړخیزه غونډه یې مهمه بللې ده. لیوجین سونګ ویلی، د افغان سولې خبرې به هغه وخت بریالۍ وي، چې مشري یې خپله د افغانانو په لاس کې وي او افغان حکومت پکې برخه واخلي. د چین سفیر دغه راز ژمنه کړې ده چې هېواد به یې له افغانستان سره په اقتصادي برخه کې هم خپلې هڅې ونه سپموي. د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش په دې لیدنه کې د افغان سولې او په اقتصادي برخه کې د چین له مرستو مننه کړې ده او چین یې د افغانستان یو ښه ګاونډی هېواد یاد کړی.