د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ یو وار بیا په پوځي تړون کې د اوکراین د غړیتوب د ملاتړ او د امریکا د متحدو ایالتونو دفاع وزیر لویډاسټین بیا تر هر وخت چې وي، له کییف د متحدانو د ملاتړ ډاډ ورکړ. دغو چارواکو په جرمني کې اوکراین ته چې په ختیځ کې یې جګړې روانې دي، د نورو وسلو د لېږد پر موضوع د بحث لپاره غونډه رابللې ده. د ناټو سرمنشي په خپلو خبرو کې زیاته کړه، اوس د متحدانو عمده تمرکز به پر دې وي چې د روسیې د غیرموجه یرغل په وړاندې به اوکراین غالبېږي او چې کله چې جګړه ودرېږي، کییف به د نورو حملو د مخنیوي اراده لري. سټولټنبرګ او اسټین په جرمني کې د اوکراین د دفاع د تماس ډلې د غونډې په درشل کې دغه څرګندونې کړې دي. په جرمني کې د امریکا په رامشټیاین هوايي اډه کې جوړې شوې دغې غونډه کې د پنځوسو هېوادونو استازي بلل شوي چې اوکراین ته د نورې پوځي مرستې پر همغږۍبحث وکړي.