په داسې حال کې چې په اوکراین د روسیې د برید له کبله لویدیځ هیوادونه د هند څخه غواړي د مسکو د لا ګوښه کولو لپاره په دې هیواد خپله اتکا کمه کړي خو نوې ډیلي په تازه اقدام کې د سوداګرو یوه ډله مسکو ته د اقتصادي اړیکو د لا قوي کولو لپاره لیږي. ټاکل شوې د هند د سوداګرو دا پلاوی چې ۵۰ تنه پکې برخه لري، نن دوشنبه روسیې ته خپل څلور ورځنی سفر پیل کړي او په مسکو او سینټ پیټسبرګ کې به د روسي سوداګرو سره وګوري. د هند د صادراتي سازمانانو د فدارسیون عمومي مشر اجې سهایي ويلي چې د روسیې سره د سوداګریزو اړیکو د لا قوي کولو هدف دا دی چې په روان میلادي کال کې روسیې ته د هند صادارت دوه چنده ډیر او ۵ ملیارد ډالرو ته ورسیږي.