د خیبر پښتونخوا ایالت د سوات ښار د پولیسو په یوه مرکز کې د چاودنو له امله لسګو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. دا چاودنې پرون تر ماښام وروسته د سوات د کبل په سیمه کې د ترهګرۍ ضد د ځانګړو پولیسو په مرکز کې شوې دي. پاکستاني پولیسو ویلي چې د مرکز دننه دوه چاودنه شوې چې له امله یې ودانۍ چپه شوې ده. د پولیسو په وینا په دې مرکز کې ډیره زیاته وسله او مهمات هم ځای پر ځای شوي وو، خو لا معلومه نه ده، چې همدې مهماتو چاودنه کړې او که دا پېښه د ځانمرګي برید له امله رامنځته شوې ده. د معلوماتو له مخې، تر اوسه له یادې ودانۍ ۱۲ جسدونه او ۶۰ ټپیان روغتونونو ته لیږدول شوي دي او د ټولې پښتونخوا په روغتونونو کې بیړنی حالت اعلان شوی دی. تر اوسه د دې پېښې مسوولیت چا په غاړه نه دی اخیستی.