ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې په سوډان کې د روانې جګړې اور ښايي ټولې سیمې ته وغځیږي. د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترېش پرون د ملګرو ملتونو د امنیت شورا یوې غونډې ته وویل چې په سوډان کې وضعیت د لا خرابېدو په حال کې دی. د دوو سیالو جنرالانو د وفادارو ځواکونو تر منځ د تېرو لسو ورځو په جګړو کې د ۴۲۷ کسانو د وژل کېدو او شاوخوا ۴۰۰۰ نورو د ټپي کېدو خبر ورکړل شوی دی. ګوترېش وویل چې تاوتریخوالی باید بند شي او دا په سوډان کې د یوې ویجاړونکي ګډوډۍ خطر لري چې کولی شي ټولې سیمې او ور هاخوا ته زیان ورسوي.